د محلی ټولګیو لپاره د ۱۵۵۰ تنو څخه رقابتی آزموینه واخیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۵ - ۱۳:۲۵
د محلی ټولګیو لپاره د ۱۵۵۰ تنو څخه رقابتی آزموینه واخیستل شوه

پوهنې وزارت_غزني: د غزنې ولایت په مرکز کې د محلي کورسونو لپاره له (۱۵۵۰) تنه قرار دادي ښوونکو څخه رقابتي ازموینه واخیستل ش 
یاده ازموینه د غزنې ولایت په مرکز د اسلامي ثقافت په ودانۍ کې د پوهنې ریاست او کوار مؤسیسي د مسؤلینو له لوري په ګډه همغږي واخیستل شوه.
د نوموړو ښوونکو د ګومارنې په ازموینه کې د میرمنو په ګډون شاوخوا ۵۵۰ کسانو برخه اخیستې وه، چې دلوړو او نیمه لوړو زده کړو لرونکي دي. چې د ازموینې له ګډونوالو به د یوې رڼې او شفافې پروسې له لارې ۷۰ تنه دغزنی ولایت د مرکز او بیلا بیلو ولسوالیو کې د محلي ټولګیو د ښوونکو په ټوکه پر دنډو وګومارل شي. 
د غزني د پوهنې رئیس محب الرحمن "انصار" د یاد ازمویني له ګډونوالو ته د خبرو پرمهال وویل،چې زموږ ټولي کړني او پروسي د شفافیت په بنسټ بنا دي هڅه به مو داوي چې تر څو حق حقدار او کار اهل کار ته وسپارل شې، همدارنګه ډاډ یي ورکړ چې په یاده ازموینه کې هیڅ ډول تقلب او روابط د منلو وړ ندي بلکي هرڅوک به د خپلي وړتیا او ظرفیت پر بنسټ بریالي کیږي، د پوهنې رئیس د یادي ازمویني مسؤلینو او څارونکو ته سپارښتنه وکړه تر څو د بشپړ بي طرفي او ښایسته سالاري پر بنیاد پایلي اعلان کړي.
د یاده ولو وړ ده چې د نوموړو ښوونکو معاشونه، د زده کوونکو درسي کتابونه، قرطاسیه او د اړتیا وړ نور توکي د کوار موسسي لخوا ور کول کیزي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS