د مشرانو جرګې دوه تنو سناتورانو د ننګرهار د پوهنې له ریس سره ګډه ناسته وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۹ - ۱۱:۳۶
دمشرانو جرګې دوه تنو سناتورانو د ننګرهار د پوهنې له ریس سره ګډه ناسته وکړه

‏‎د پوهنې وزارت_ننګرهار: د مشرانو جرګې د لوړوزده کړو، پوهنې، دینې او فرهنګي چارو کمیسیون ریس عبدالطیف نهضت یار او مینا شیرزاد چې جلال اباد ته پر یو کاري سفر راغلي د پوهنې له ریس حسیب الله شینواري سره دهغه په دفتر کې ناسته وکړه.
‏‎ددې ناستې پرمهال دپوهنې رییس لومړی له راغلو سناتورانو مننه وکړه چې دښوونیز بهیر د ستونزو او ننګونو داوریدو او له اړوندو مقاماتو سره یی د شریکولو ګام پورته کړی دی. بیا د پوهنې ریس راغلو سناتورانو ته په ننګرهار کې دروان ښوونیز بهیر لاسته راوړنو، ستونزو او ننګونو په اړه لازم معلومات وړاندی کړل.
‏‎راغلو سناتورانو په ننګرهار کې پر روان ښوونیز بهیر خوښي وښوده هغوی د ننګرهار پوهنې ریاست له لورې د نوو طرحو او برنامو د تطبیق ستاینه وکړه او د پوهنې ریس ته یې ډاډ ورکړ چې پوهنې وزارت له مشرتابه سره به د ننګرهار پوهنې ریاست اړوند ستونزې د حل په موخه شریکې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS