د ننګرهار له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۹:۴۷
د ننګرهار له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د ننګرهار د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د دغه ولایت په مرکز او ۲۲ ولسوالیو کې د پوهنې او د تعلیمي څارنې  له آمرینو وغوښتل، چې د خپلو اړوندو ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړي، د زده کوونکو او ښوونکو ستونزې وڅېړي. او پایلې یې د پوهنې له ریاست سره شریک کړي.

د ننګرهار پوهنې رئیس په ولایتونو کې د پوهنې له رئیسانو سره د پوهنې وزارت له خوا په جوړ شوي ویډیويي کنفرانس کې ګډون وکړ.
په دغه ویډیو کنفرانس کې له مرستندویو بنسټونو سره په هوکړه لیکونو، لایحو، کاري شرایطو او د یادو بنسټونو د نورو کارونو او فعالیتونو په باب بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنې رياست وايي:  په ننګرهار ولايت کې د پوهنې خواخوږو د ښيوې ولسوالۍ د اصحاب بابا د منځني ښوونځي د زده کوونکو لپاره درې درسي ټولګي جوړ کړي او د يادې ولسوالۍ د زده کوونکو ستونزې يې هوارې کړې دي.
 د پوهنې ریاست مشرتابه د دې خواخوږو شخصیتونو د دې کړنې د ستاینې په ترڅ کې له نورو هېوادوالو وغوښتل چې د دغه ډول کړنو په ترسره کولو سره د پوهنې په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.

په ننګرهار ولایت کې یوه خصوصي شرکت د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ د مومن آباد د منځني ښوونځي ښوونکو ته ۵۴ زره افغانۍ مرسته وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS