د ننګرهار په سړو سیموکې کلنۍ آزموینې پېل شو

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د پوهنې وزارت د لارښوونې سره سم د ننګرهار ولایت په سړو سیمو کې کلنۍ آزموینې پېل شوې.
دا آزموینې به ده دې ولایت د بېلابېلو سړوسیمو په (۲۵۸ ) دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د روان کال د کب میاشتې له لسمې تر پینځه ویشتمې نیټې پورې دوام ولري، چې (۱۱۳۷۵۴) تنه نجونې او هلکان به په کې ونډه ولري او د آزموینې بهیر به یې د (۳۰۵۶) تنو ښوونکو له لوري پرمخ وړل کیږي.
د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د سړو سیمو، د ټولو ښوونځیو ادارو ته په شفاف ډول د آزموینې ترسره کولو، د زده کوونکو ستونزو ته په ټاکلي وخت د رسیدنې او دغه راز د آزموینې د بهیر د څارلو سپارښتنه وکړه.