د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۲:۵۸
cxd

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ اړوند آزادکوه لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۲۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۲۵۰۰ متره مربع ځمکې په ساحه کې چې د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي سیدحفیظ‌ الله معتصم بالله له خوا وقف شوې وه، د ودانیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د بغلان او فاریاب ولایتونو پوهنې رئیسانو او چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د فاریاب ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد د علم او پوهې اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ښوونځیو د ودانیو او ساختماني پروژو جوړول د پوهنې د پرمختګ او د ښوونیز کیفیت لاښه والي په لور یو مهم ګام دی.

ورپسې د بغلان ولایت پوهنې رئیس او د فاریاب ولایت علماوو شورا استازي د موضوع په اړه خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې پورته ذکر شوې پروژه په دوو پوړونو کې په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې، چې ۱۳ درسي ټولګي، اداري خونې، لابراتوار، د لمریزې برېښنا سیسټم، احاطوي دېوال، د اوبو یو حلقه څاه، اړین ملحقات او ۲۳۴ پایې مېزونه-څوکۍ لري، چې په یو وخت کې د شاوخوا ۵۰۰ تنو زده‌کوونکو ظرفیت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS