د ننګرهار ښوونکو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۶ - ۱۳:۳۴
د ننګرهار ښوونکو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د ننګرهار دپوهنې ریاست اړوند د اوه ولسوالیو د ښوونځیو ښوونکو ته د وړتیا لوړونې پنځلس ورځنی ورکشاپ پیل شو. یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست په همکارۍ د بنګله دیش هیواد دبرګ موسسي له لوري جوړ شوي دې. 
په دې ورکشاپ کې چې د برک بنګله دیش د مرستندویه ادارې له لورې چمتو شوی د اوه ولسوالیو د اته دیرش ښوونځيو دساینسی مضامینو ۱۰۷ تنه ښوونکي پکې برخه لري، چې هره دوره به یې پنځلس ورځې دوام وکړي.
دورکشاپ ګډونوالو ته به په دې موده کې د تدریس نوي میتودونه او د اړونده مضمونونو د موضوعاتو په اړه مالومات ورکول کیږي او هم به دتدریس په بهیر کې د هغوې ستونزو ته حل لارې موندل کیږي او همدارنګه به ددغو مضامینو په اړه دهغوې پوښتنې ځوابیږې.
د ننګرهار د پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د اوړي رخصتۍ نه په ګټه اخیستنې سره به دښوونکو دظرفیتونو لوړولو لپاره بېلابېل پروګرامونه پلې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS