د هرات پوهنې ریاست ته یو جریب ځمکه وقف شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۳۶
5165416

د هرات ولایت د گذرې ولسوالۍ یو تن علم‌دوست شخصیت حاجي عبدالقدوس خان، خپله یو جریب شخصي ځمکه، چې ارزښت یې شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، د یاد ولایت پوهنې ریاست ته ډالۍ کړه.
 ټاکل شوې ده چې پر یاده ځمکه د محمد رسول الله «صلی الله علیه وسلم» لومړني ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه شي.
پوهنې وزارت، د ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره د دغې ځمکې وقف کولو له امله د حاجي عبدالقدوس خان له دغه نېک اقدام څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه ښوونځي کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند زواکي لېسې په انګړ کې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۳۰۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت د یو محراب جومات جوړولو چارې رسماً پیل او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۴۵
Background image

د کابل ولایت په میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې ۳۵۰ تنو ښوونکو ته اصلاحي او ښوونیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د کابل ولایت پوهنې ریاست اړوند ۳۵۰ تنو ښوونکو ته یو ورځنۍ اصلاحي او ښوونیزه برنامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

د اسلامي زده کړو د کیفیت ښه والي په موخه په څلورو ولایتونو کې شپږ ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست، د نوي تعلیمي کال د عملیاتي پلان پر بنسټ، د اسلامي زده کړو د کیفیت ښه والي او د انکشاف مسلکي مدرسینو د ظرفیت لوړولو په موخه په. . .

BACK TO NEWS