د هلمند ولایت پوهنې ریاست کې د چوپړتیاو وړاندې کولو ځانګړی مرکز پرانیستل شو
پوهنې وزارت، هلمند: د هلمند ولایت پوهنې ریاست کې مراجعینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه ځانګړی مرکز، د یاد ولایت د مرستیال والي، پوهنې رئیس او ځینې دولتي چارواکو په شتون سره پرانیستل شو.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري وویل: د یاد مرکز د پرانیستنې موخه د پوهنې ریاست مراجعینو ته ښو او چټکو خدمتونو وړاندې کول دي او له همدې لارې به دوی ته ښه او چټک خدمتونه وړاندې کیږي.
ورته وخت کې د هلمند مرستیال والي بریالي نظري وویل: د تیرو وختونو په پرتله پوهنې ریاست کي بیلابیل نوښتونه ترسره شوي دي، چې په دې سره کولای شو زده کوونکو ته د غوره زده کړو زمینه برابره کړو.
ښاغلي نظري د پوهنې ریاست مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه: موږ هڅه کوو چې د چټکو او په وخت خدمتونو وړاندې کولو په موخه، دا ډول مرکزونه نور هم پسې ډیر کړو او په هره اداره کې یو، یو پرانیزو.
هیره دې نه وي، چې په یاد مرکز کې د بیلابیلو څانګو کارکوونکي د استازو په توګه ګمارل شوي، څو د مراجعینو کارونه په چټکتیا سره ترسره کړي.
