د هلمند پوهنې ریاست په ګډون په ټولو ښوونځیو کي د کارکوونکو له لوري د پاکوالي حشر ترسره شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۳:۱۹
د هلمند پوهنې ریاست په ګډون په ټولو ښوونځیو کي د کارکوونکو له لوري د پاکوالي حشر ترسره شو

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند پوهنې ریاست رهبرۍ، ټولو کارکوونکو او زده کوونکو له لوري د هلمند پوهنې ریاست، د ښار پوهنې امریت او ټولو ښوونځیو کي د پاکوالي حشر ترسره شو.

د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري په ګډون د یاد ریاست مرستیالانو او ټولو کارکوونکو له لوری لومړی د پوهنې ریاست ودانۍ او شاه خوا سیمو او د ښار پوهنې امریت څخه کثافات ټول او ځانګړي شوي ځای ته انتقال شوه.

ښاغلي صفاري وویل چي دا ډول حشر کولای شي ښوونځي پاک او تدریسي چاپیریال رامنځته کړي او زده کوونکي دي تل هڅه وکړي چي دا ډول حشر دود وګرځوي.

همدارنګه په ښوونځیو کي د ښوونکو او زده کوونکو له لوري هم حشر ترسره کړ او د ټولو ښوونځیو پاکوالی په ګډه ترسره کړ
.
د یادوني وړ ده چي د پوهنې محترم وزارت له لوري په ټول هیواد کي د پاکوالي یاد حشر پیل شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS