د هیواد په ټولو ښوونځيو کې د معدې چنجیو له مینځه وړلو کمپاین پیل شو
د معدې چنجیو د مینځه وړلو کمپاین پرانستې غونډه د پوهنې وزارت د ښوونځيو روغتیا او بدني روزنې ریاست رئیس محمد اکبر عمرخیل، د میندو زیږون او روغتیا،د نوې زیږیدلي ماشوم او د ځوانانو روغتیا ریاست رئیسې ذلیخا انوري، د نړیوالې روغتیا ټولنې استازي ډاکتر نعیم الله، د خوراک نړیوالې ټولنې استازي او د یو شمیر ښوونکو او زده کوونکو په شتون کې تر سره شو.
په پیل کې د پوهنې وزارت ښوونځيو بدني روزنې او روغتیا ریاست رئیس محمداکبر عمرخیل د روغتیا په برخه کې د پوهنې وزارت د کړنو څخه یادونه وکړه او د دې کمپاین پيل یې د زده کوونکو روغتیایي ستونزو له مینځه وړلو په موخه د پوهنې وزارت او عامې روغتیا وزارت د اساسي او ګډو پروګرامونو څخه یاد کړ.
ښاغلي عمرخیل زیاته کړه چې د ولسوالیو آمرانو لپاره د یاد کمپاین تر سره کولو په موخه لازمې لارښوونې وړاندي شوي او ډير ژر به د معدې چنجیو له مینځه وړلو تابلیتونو ویش پیل او ټولو زده کوونکو ته به د لاسرسي وړ وي.
د روغتیا وزارت د میندو زیږون او روغتیا د نوې زیږیدلي، ماشوم او د ځوانانو روغتیا ریاست رئیسې دوکتور ذلیخا انوري وویل چې زده کړه او روغتیایي امکانات د هیواد د ټولو اتباعو اساسي حق دۍ او د دې کمپاین پیل يې د میندو مړینې د کموالي او مخنیوي په لاره کې ډير ارزښتناکه یاد کړ.
آغلې انوري زیاته کړه چې د دې کمپاین په ترڅ کې به ۷ ملیونه زده کوونکې د پوښښ لاندي راشي او د دې ترڅنګ به د معدې چنجیو له مینځه وړلو تابلیتونه وویشل شي او زده کوونکو لپاره به ګټه ور واکسینونه هم تطبیق شي.
د دې غونډې په دوام کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازي دکتور نعیم الله زیاته کړه چې په اوس وخت کې ۱،۵ ملیونه نفوس په نړۍ کې په یاد مرض اخته دي چې د ۲۰۰۵ کال راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان د معدې چنجیو له مینځه وړلو په موخه کمپاینونه پيل کړي او یاد مرض باندې اخته کسانو نفوس یې په تدریج سره کم کړۍ دي.
د یادونې وړ ده چې پوهنې وزارت مختلف روغتیايي پروګرامونه لکه نجونو زده کوونکو لپاره د وینې کمښت یا فولیک اسید تابلیتونو ویشل، د نوې شامل شویو زده کوونکو لپاره د واکسین ورکړه او د زده کوونکو معدې چنجیو له مینځه وړلو تابلیتونو ویشلو سرتاسري کمپاین په لاره اچولۍ دي.
