د هېواد شمالي ولایتونو ته د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين سفر

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۱۰:۴۷
123

 د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين الحاج مولوي سخاء الله سعید او ور سره مل پلاوي شمالي ولایتونو  ته د ۱۴۰۲ کال ښوونیز وضعیت د ارزونې او عملیاتي پلانونو د تطبیق په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ.

پلاوی بلخ ولایت ته په رسېدو سره د دغه ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل  شهید خېل لخوا  له تود هرکلي سره مخامخ شو.

ورپسې ياد پلاوي د دغه ریاست له رئیس، آمرانو او مدیرانو سره په ناسته کې د پوهنې ریاست ټولې کړنې او د ياد ریاست عملیاتي پلانونو د تطبیق هر اړخیزه ارزونه وکړه او په دې اړه تفصيلي بحثونه وشول.

د بلخ ولایت پوهنې رئیس دغه ولایت ته د پوهنې وزارت رهبرۍ له پاملرنې څخه خوښي څرګنده کړه او ورغلي پلاوي ته یې د پلانونو او پرېکړو د عملي کولو ډاډ ورکړ.

  ټاکل شوې چې دښوونې او روزنې معين د خپل سفر په دوام  جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو ته هم سفر وکړي تر څو د يادو ولايتونو د ښوونيز وضعيت اړوند لاندې مهم مسايل وارزوي:

 ۱-  د ښوونیز او روزنیز وضعیت هر اړخیزه کتنه.

 ۲- د پوهنې ریاستونو بېلابېلو څانګو د ورځنیو پلانونو پر وخت تطبیق څخه څارنه.

 ۳- د مرکز او ولسوالیو  پوهنې ریاستونو  مسؤلینو لپاره د ښوونیزو ورکشاپونو تنظیمول.

 ٤-  په محرومو او لرې پرتو سيمو کې د ښوونکو د ګمارنې له کړنلارې څخه څارنه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS