د ولایتونو د پوهنې ریاستونو مسلکي غړو لپاره ۶ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۳۴
51

د پوهنې وزارت له لوري د مرکز او ولایتونو د پوهنې ریاستونو د ۷۰ تنو مسلکي غړو اداري وړتیاوو لوړولو لپاره ۶ ورځنی روزنیز ورکشاپ، نن د یاد وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس محترم مفتي شفیع الله منصور، د استخدام رئیس محترم مولوي محمدصادق صدیقي، مسئولینو او کارکوونکو په حضور کې پرانیستل شو.
د یاد روزنیز ورکشاپ په پرانیسته کې د کارکوونکو چارو لوی رئیس مفتي شفېع الله منصور د خپلو خبرو پرمهال، ښوونه او روزنه په اسلام کې مهم اصل وباله او له منسوبینو یې وغوښتل چې په خپلو دندو کې حسن سلوک، اخلاق، مسئولیت، ژمنتیا او اخلاص ته جدي پام وکړئ، ترڅو د خپل اسلامي نظام په لااستحکام او قوت کې خپله ونډه واخلئ.
ورپسې د پوهنې وزارت د استخدام محترم رئیس وویل چې له دغه روزنیز پرګرام یې بنسټیزه موخه، د دندو لاښه والی، د کارکوونکو اداري مهارتونو پیاوړتیا او د هغوی د علمي ظرفیتونو لوړول دي.
د یادونې وړ ده چې د ورکشاپ په پای کې به د پوهنې رهبري لخوا ګډون‌والو ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۴۰
Background image

په غزني ولایت کې د مدارسو او ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ "د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله ژوند" په اړه علمي سیالي ترسره شوه

د غزني ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د مدارسو او ښوونځيو د ۴۵۰۰ تنو طلابو او زده‌کوونکو ترمنځ د اسلامي امت لپاره د امام ابوحنیفه رحمه الله د ژوند، پوهې او خدمتونو په اړه یوه لویه علمي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا ولایت کې ۲۱ بابه ښوونځي د لمریزې برېښنا په سیسټمونو سمبالېږي

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست خبر ورکوي، ​​چې د تعلیمي خدمتونو پیاوړتیا لپاره به د مرکز او یو شمېر ولسوالیو په ۲۱ بابه ښوونځیو کې د ۲۶ مېلیونه افغانیو په اټکلي لګښت د لمریزې برېښنا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۳۴
Background image

په دایکنډي ولایت کې د ۵۷ بابه ښوونځیو اړوندو مسئولینو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د دایکنډي ولایت کجران ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۵۷ تنو علمي غړو، آمرینو او اداري مدیرانو لپاره د "ارزونې، پلان جوړونې او راپور ورکولو لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS