د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت سر روضې او بکخیل ولسوالیو د مدارسو د ۵۸ تنو مهتممینو او مسئولینو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
سرپل
د سرپل ولایت د ښوونځیو ښوونکو لپاره د "د استثمار او ناوړه ګټې اخیستنې څخه ساتنه" تر سرلیک لاندې یو ورځنی تعلیمي سیمینار، د یاد ولایت پوهنې چارواکو په ګډون سره پرانیستل شو.
لغمان
د لغمان ولایت قرغه یي ولسوالۍ اړوند د مندرور ښوونځي لپاره یو محراب جومات جوړولو چارې، د یادې ولسوالۍ پوهنې مسئولینو په ګډون سره پیل شوې، چې اوسمهال یې د ساختماني لومړنیو موادو لګښت د ښوونځي د ادارې له مالي مرستې څخه د ۱۷ زره افغانیو په لګښت سره تمویل شو.