د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۳
5415

غزني
د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې د ۸۵ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو صحې سیسټم جوړ شو، چې له امله یې له ۷۵۰ څخه ډېر زده‌کوونکي د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمن شول.

بامیان
د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ اړوند د دهن‌ورس لېسې مېزونه او څوکۍ د ۸ زره افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته کارونې ته چمتو شوې.

پکتیا
د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ په شملزي منځني ښوونځي کې د سیمه‌ییزو خلکو له‌خوا د ۱۹ زره ۹۵۰ افغانیو په ارزښت مالي مرسته شوې ده. 
د مسؤلینو په وینا، یادې پیسې د درسي ټولګیو د ترمیم په چارو کې لګول شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS