د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۴۰
25

میدان وردګ
د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د بي بي عایشه صدیقه «رضی الله عنها» د نجونو ښوونځي د احاطوي دېوال د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې رئیس په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
 د دغه دېوال د جوړولو لګښت ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د ښوونځي د شورا له خوا ورکول کېږي.

غزني
د پوهنې وزارت یو پلاوی، د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د مالي فعالیتونو او د معاشونو د تطبیق د څېړنې په موخه غزني ولایت ته ورسېد.

پروان
د پروان ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي سید محمد فیضي په مشرۍ د دولتي ادارو د مسئولینو او له پوهنې سره د همکارو بنسټونو د استازو په حضور کې جوړه شوه او په ترڅ کې یې لازمې پرېکړې وشوې.

لغمان
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د اسلامیه دارالعلوم د تدریسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه.

زابل
د زابل ولایت پوهنې ریاست سرپرست د یاد ولایت د شاجوی ولسوالۍ د یو شمېر دیني مدارسو او ښوونځیو د ښوونیزو او تدریسي کړنو څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS