د ټولنیزو علومو د درسي کتابونو د نظرغوښتنې شپږ ورځنۍ برنامه پرانیستل شوه
د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب ریاست له لوري د اووم، اتم او نهم ټولګیو د ټولنیزو علومو درسي کتابونو د مسودو د ارزونې، سمون او علمي بډاینې په موخه شپږ ورځنۍ علمي او نظرشریکولو برنامه جوړه شوه.
په پرانیستغونډه کې د پوهنې وزارت ښاغلو مسوولینو او د لوړو زدهکړو محترم وزیر د ښوونیز نصاب د کیفیت، علمي بډاینې او د زدهکوونکو د فکري او معنوي روزنې په برخه کې د معیاري نصاب پر اهمیت خبرې وکړې او له علمي کادرونو یې وغوښتل چې د نصاب د لا پیاوړتیا لپاره خپل رغنده نظریات شریک کړي.
په دې برنامه کې د ښوونیز نصاب ریاست مسوولین، د ساینس مرکز مؤلفان، د پوهنتونونو استادان او د علومو اکاډمۍ استازي ګډون لري او د یادو کتابونو د منځپانګې د علمي بډاینې، اړینو اصلاحاتو او لا پیاوړتیا په اړه خپل نظرونه شریکوي، ترڅو درسي مواد د زدهکوونکو د اړتیاوو، د وخت له غوښتنو او معیارونو سره سم برابر شي.
