د پنجشېر ولایت په یوباب ښوونځي کې زدهکوونکو ته درسي کتابونو ووېشل شول
د بېلابېلو مضمونونو ۲۴۶ ټوکه درسي کتابونه چې د یو خیریه بنسټ له لوري د پنجشېر ولایت اړوند قهار عاصي لېسې زدهکوونکو ته برابر شوي وو، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا د دغې لېسې زدهکوونکو ته توزېع شول.
د یاد ولایت پوهنې ریاست سرپرست محترم مفتي حسیب الله پرواني، د هېواد د ښوونیز نظام په ملاتړ کې د خلکو او همکارو بنسټونو له مادي او معنوي مرستو څخه د مننې ترڅنګ، دغه اقدام زدهکوونکو ته د لا غوره ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو لپاره ارزښتناک وباله.
