د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس کونړ ولایت ته سفر وکړ
د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق(صدیق )کونړ ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د پوهنې له رئیس، مرکزي آمرینو، د ولسوالیو د پوهنې له آمرینو، د مدارسو له استادانو او علماوو سره د یوې غونډې په ترڅ کې ولیدل.
د غونډې په پیل کې د کونړ ولایت د پوهنې رئیس مولوي محب الله حیدري راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د یاد ولایت د تعلیمي بهیر په هکله یې معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د کونړ ولایت دیني عالم مولوي مدني د علماوو په استازیتوب د یاد پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په کونړ ولایت کې د مدارسو او دارالحفاظونو درسي بهیر په ښه ډول سره مخ په وړاندې روان دی، خو د نوموړي په وینا د یادو مدارسو تدریسي، اداري او مالي چارې د پوهنې وزارت لا نورې پاملرنې ته هم اړتیا لري.
وروسته د پوهني وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق صدیق د خپلې وینا په ترڅ کې لومړی کونړ ولایت ته په خپل راتګ سره خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د پوهنې وزارت د کیفیت او کمیت له پلوه د مدارسو پرمختګ ته زیاته پاملرنه لري، چې په دې لړ کې به په لومړي قدم کې کلیوالي مدارسو ته د استادانو رسمي بستونه ورکړل شي او هم یې د پوهنې وزارت له لوري له ځان سره اوه سوه زره (۷۰۰۰۰۰) افغانۍ نقدي مرسته را وړې ده، چې د ټاکلي طرزالعمل په اساس به د یاد ولایت مدارسو او دارالحفاظونو ته توزیع شي.
نوموړي د ولسوالیو د پوهنې له آمرینو څخه وغوښتل چې په پوره دقت او شفافیت سره د هرې ولسوالي د مدارسو او دارالحفاظونو احصایه را غونډه او له راغلي هیئت سره شریکه کړي ترڅو د هغوی د تمویل او ستونزو د حل په برخه کې ممکنه اجراآت ترسره شي.
وروسته د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس د کونړ ولایت له مرکزي جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه، دمدرسې د مسئولینو، استادانو او زده کوونکو وړاندېزونه یې واورېدل او له هغوی سره یې ځیني اړینې سپارښتنې شریکې کړې.
