د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
sa

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې ولایتي چارواکو، پوهنې مسئولینو، علماءکرامو او د خلکو استازو پکې حضور درلود، پرانیسته.
دغه حمایوي پروژه د درې بابه سیمه‌ییزو ښوونځیو جوړول، له ښوونځي څخه مخکې زده‌کړو د پراختیا ۵۲ ټولګي، ۲۴۷ تقویتي ټولګي، ۱۸۵ جبراني ټولګي، ۲۲ اوږدمهاله تعلیمي حمایوي پروګرامونه، د ۲۰۳۰ بابه ښوونځيو پروګرام په چوکاټ کې د قرطاسیو وېش او د یاد ولایت په کچه د ۱۵۴ امارتي ښووڼځيو ملاتړ په ځان کې رانغاړي.
د پوهنې محترم وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې د ښوونې او روزنې پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل: د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو زده‌کړه، د نن ورځې له اساسي اړتیاوو څخه ده.
نوموړي د پوهنې مسئولینو او ښوونکو ته په خطاب کې وویل: د اسلامي ټولنې خدمت او د راتلونکي نسل د روزنې په لاره کې له هېڅ ډول هڅې دریغ مه کوئ؛ تاسو د دې خاورې د راتلونکي معماران یاست او د دې وطن د بچیانو په وړاندې ستاسو مسئولیت ډېر دروند او ارزښتناک دی.
همدارنګه د پوهنې محترم وزیر ژمنه وکړه چې پوهنې وزارت به د کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو په همکارۍ، په لېرې پرتو او محرومو سیمو کې د پرمختیايي پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۳
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین بلخ ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، له خپل مل پلاوي سره بلخ ولایت ته ورسېد.
نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې لومړی د بلخ له پوهنې رئیس محترم مفتي محمدشریف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د هرات ولایت په دوه بابه ښوونیزو بنسټونو کې د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې

د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ اړوند په شهزاده قاسم ښوونځي او خاتم‌الانبیاء دیني مدرسه کې د څښاک پاکو اوبو دوه حلقې څاګان د یوې خیریه ادارې له لوري د ۲۹۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت وکېندل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳۴
Background image

خبرتیا

د خصوصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو د شکایتونو او ستونزو د ثبت او اورېدو په اړه؛

د خصوصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو د فعالیتونو په اړه د هېوادوالو د شکایتونو، ستونزو او وړاندیزونو د ثبت. . .

BACK TO NEWS