د پوهنې محترم وزیر له یو شمېر علماءکرامو سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۴۷
sdgxc

د افغانستان د اسلامي ا.مارت د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا په خپل کاري دفتر کې د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ شیخ الاسلامیه مدرسې له مهتمم محترم شیخ الاسلام، د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ دارالعلوم له مهتمم محترم استاد حبیب الله، د تخار ولایت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د مدرسې سرمدرس محترم رضی الله، د کابل ښار د سر کوتل سیمې د عمر فاروق رضی الله عنه د مدرسې سرمدرس محترم مولوي کفایت الله او د کابل ښار د عمریه مدرسې سرمدرس محترم محمد یاسین فاروقي سره وکتل او له هغوی سره یې د تعلیمي وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل.
ورپسې د پورته ذکر شویو علماءکرامو له ډلې یو تن د نورو په استازیتوب، د پوهنې محترم له وزیر څخه د نوموړي له لیدنې، د علاقې وړ موضوعاتو شریکولو او کتنې له امله خوښي او مننه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS