د پوهنې وزارت خبرتیا (د قرارداد ورکولو د پرېکړې اعلان)

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۳۵
zxczx

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د دغه وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت ریاست د معلوماتي سیسټم د اړتیا وړ ۸ قلمه تخنیکي او اداري توکو د برابرولو او پېرودلو پروژې قرارداد، د یو میلیون، ۳۳۹ زره او ۳۵۵ افغانیو په ارزښت، د عمرعادل لوژستیکي خدمتونو شرکت ته ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولی شي، د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې خپل شکایتونه له اړوندو دلایلو سره په لیکلې بڼه د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار، ده افغانان سيمې ته څېرمه په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده او د یادې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني پړاوونو ترسره کېدو پورې به قرارداد نه منعقدېږي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲
Background image

په پروان کې د څو ښوونځیو ترمنځ خزاني سپورټي سیالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت په مرکز کې د یو شمېر ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د خزاني دوستانه سياليو ټورنمنټ پایغونډه جوړه شوه.
په دغو سیالیو کې زده‌کوونکو د تکواندو، رسۍ کشولو، رسۍ لوبې، فوټبال،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۵۶
Background image

په میدان‌وردګ ولایت کې له دوو ښوونځیو سره د تجهيزاتو مرسته وشوه

د میدان‌وردګ ولایت حصه‌اول بهسودو ولسوالۍ اړوند له بي‌بي فاطمه (رضي‌الله عنها) لومړني ښوونځي او سیاسنګ لېسې سره د ۲۵۷ زره او ۷۵۰ افغانیو په ارزښت د اداري او ښوونیزو وسایلو مرسته وشوه.
پ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۵۱
Background image

تهداب‌گذاری تعمیر جدید یک مکتب در ولایت غور

سنگ‌تهداب تعمیر جدید مکتب متوسطه «وزی‌های پشته‌نور» روی دو جریب زمین وقف شده در ولسوالی دولتیار ولایت غور، با حضور مسئولان معارف، اعضای شورای تعلیمی مکتب و شماری از باشنده‌گان محل. . .

BACK TO NEWS