د پوهنې وزارت خبرتیا!

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۵:۱۳

د پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت د پریکړې له مخې، هغه خصوصي ښوونځي چې د قرنطین مودې په جریان کې د زده کونکو د والدینو په رضایت سره تعلیمي خدمات وړاندې کړي، کولی شي د فیس غوښتنه وکړي.

هغه خصوصي ښوونځي چې د قرنطین مودې په جریان کې یي تعلیمي خدمات ندي وړاندې کړي په هیڅ ډول د فیس اخیستلو حق نلري.

هغه خصوصي تعلیمي مرکزونه چې د لرې واټن زده کړې یي په لاره نه دي اچولي او د زده کونکو څخه د قرنطین مودې د فیس غوښتنه کوي قانوني او جدي چلند به ورسره وشي.

د پوهنې وزارت د هیوادوالو څخه غوښتنه کوي چې د ورته قضیو په صورت کې د پوهنې وزارت د شکایتونو څانګې او د پوهنې وزارت خصوصي ښوونځیو ریاست ته خبر ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS