د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۰

د دولتي او خصوصي موسسو د (عمومي زده کړو، اسلامي زده کړو، سواد زده کړو او ښوونکي روزنې) پروګرامونو له ټولو ښوونکو څخه غوښتنه کیږي چې د پوهنې او خپلې کورنۍ د ساتنې او سلامتي او د تجمعاتو څخه د مخنیوي په موخه د ۱۳۹۹ کال د وري ماشتې د ۳۰ نیټې پورې په کاري چاپیریال کې له حضور څخه ډډه وکړي.
په پوهنې کې د (کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي) کمسیون فیصلې په اساس د یادو پروګرمونو د ښوونکو حاضري په برخه کې د اړوندو آمرانو له لوري اجراآت ترسره کیږي.
د زده کوونکو او ښوونیز چاپیریال سره د ښوونکو اړیکو میکانیزم د ټاکلي کمسیون له لوري د ټاکل شوې دورې له پای ته رسیدو وروسته جوړ، تعریف او ښوونکو ته ورسول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS