د پوهنې وزارت خبرتیا!
د پوهنې وزارت_کابل: په هیواد کې د تودو سیمو ولایتونو "هلمند، کندهار، فراه، لغمان، ننګرهار، نیمروز او کنړ" او همدا رنګه په سړوسیمو ولایتونو کې د تودو سیمو د ښوونځیو د زده کوونکو کلنۍ آزموینې د کوید_۱۹ د ویروس د مخنیوي له امله د پوهنې وزارت تر راتلونکې خبرتیا پورې وځنډیده.
ټاکل شوې وه چې د نوموړو سیمو کلنۍ آزموینې د عمومي زده کړو د مرکزونو فعالیت د لایحې پر بنسټ د روان کال په غبرګولي میاشت کې واخیستل شي.
دا پریکړه په داسې وخت کې کیږي چې د دوه میاشتو را پدیخوا په هیواد کې د ټولو ښوونځیو درسي بهیر د کوید_۱۹ ویروس د پراختیا د مخنیوي له امله درول شوی دی.