د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس د پکتیکا ولایت له جهادي مدرسې او دارالایتام څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین د شفاهي هدایت او د پوهنې وزارت د مقام د سپارښتنې په اساس، د یاد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس مولوي محمد اسحق حقیقي د پکتیکا ولایت د پوهنې له ریاست او د یاد ولایت له جهادي مدرسې او دارالایتام څخه لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې محترم رئیس صاحب د جهادي مدرسې او دارالایتام له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره له نږدې ولیدل، د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل، د تدریسي او اداري چارو، د زده کوونکو د علمي سویې، چاپېریال، غذایي رژیم، روغتیايي انتظام، ودانۍ، امنیت، د زده کوونکو د صورت او سیرت او نورو اړینو مسایلو ارزونه یې وکړه او مسئولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.