د پوهنې وزارت د دعوت اوارشاد رئیس فاریاب ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۴۸
fgdh

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمدطاهر جواد، د یو شمېر کلیدي ادارو مسئولینو، د رسمي او خصوصي ښوونځیو له مدیرانو او کارکوونکو سره وکتل.

په پیل کې د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دغه ریاست د دندو په اړه یې لنډ راپور د دعوت او ارشاد پلاوي ته وړاندې کړ.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس فاریاب ولايت ته د خپل سفر د موخو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، ديني زده کړې د ټولنې په هر اړخیز پرمختګ او اصلاح کې تر ټول مهم او کلیدي نقش لري.

نوموړي څرګنده کړه: دعوت او ارشاد د اسلام د سپېڅلي دين یو له بنسټیزو دندو څخه دی، چې د همدې لپاره پيغمبران «عليهم السلام» رالېږل شوي دي.

د دعوت او ارشاد رئیس د یاد ولايت د پوهنې له مسئولينو وغوښتل، چې د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد«صلی الله علیه وسلم» د سنتو پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي او له هغو سره سم خپل صورت او سیرت برابر کړي.

په پای کې د فاریاب پوهنې ریاست مسئولینو د دعوت او ارشاد د ټولو لارښوونو او فرمانونو د پلي کولو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

پکتیا ولایت کې له یو ښوونځي سره د څه کم ۴۰ زره افغانیو مرسته وشوه

د قومي مشرانو له لوري د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالۍ اړوند د سري قلعه منځني ښوونځي سره د ۳۹ زره او ۲۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په جوزجان ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو د نویو ودانیو جوړولو او ترمیم چارې بشپړې شوې

په جوزجان ولایت کې د ۴ بابه ښوونځیو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو چارې، چې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ ترسره شوې وې، بشپړې او د پوهنې مسوولینو، ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۴۰
Background image

لوګر ولایت کې ۸ بابه ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت په ۸بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو بهیر پیل شو، کوم چې د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ د ۳۶ زره او ۸۰۰ ډالرو په لګښت پلی کېږي.
ټاکل شوې ده، چې دغه. . .

BACK TO NEWS