د پوهنې وزارت د ستراتېژیک پلان تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه
د پوهنيز نظام د ۱۴۰۶ لمريز کال د لومړیتوبونو د اصلاح او بشپړولو په موخه، د ستراتېژیک پلان د تخنیکي کمېټې غونډه د پلان او پالیسۍ ریاست د رئیس محترم مفتي حبیبالله قتاده نوري په مشرۍ ترسره شوه.
په غونډه کې د ملک د ښوونیز نظام د ۱۴۰۶ لمريز کال لومړیتوبونه، چې د ستراتېژیک پلان، د ستراتېژیک تحلیل د پایلو او د مرکزي ادارو د نظریاتو پر بنسټ د پلان او پالیسۍ ریاست د ستراتېژیک تحلیل آمریت له لوري چمتو شوي وو، وړاندې او پرې بحث او نظرونه شریک شول.
د تخنیکي کمېټې د غړو نظریات او وړاندیزونه هم په اړوند سند کې درج شول.
