د پوهنې وزارت د مشرتابه مجلس دایر شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۱۱:۸
د پوهنې وزارت د مشرتابه مجلس دایر شو

د پوهنې وزارت د مشرتابه مجلس د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر صاحب په مشري په داسې حال کې چې د یاد وزارت  څلورتنو معین صاحبانو،ستر سلاکار  او د نشراتو رئیس پکې برخه درلوده، دایرشو.
یاد مجلس چې د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو، پکې په ښوونځيو کې په تجوید سره د قرآنکریم د زده کړې، د تعلیمي نصاب د چوکاټ، د دعوت او ارشاد ریاست د کاري لایحې او دې ته ورته نورو مسایلو په هکله  تفصیلي بحثونه وشول او د هرې موضوع لپاره ځانګړي هیئتونه وټاکل شول. غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS