د پوهنې وزارت سرپرست غزني ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۵۳
sdfgsd

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د یاد وزارت د کیفیت تضمین د معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او ستر سلاکار مولوي عزیز احمد ریان په ملتیا، غزني ولایت ته ورسېد.

په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل ټیم یې د یاد ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني او نورو مسؤلینو سره په کتنه کې، د علاقې وړ موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړل.

د غزني ولایت پوهنې رئیس، د پوهنې وزرات سرپرست او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دغه ریاست د لاسته راوړنو په اړه یې لنډ راپور مشرتابه ته وړاندې کړ، ویې ویل: د هېواد د ماشومانو سالمه روزنه یو لوی او ارزښتناک مسئولیت دی.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د غزني ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو هڅې او کړنې وستایلې او هغوی یې وهڅول، تر څو په لازیاتې ژمنتیا سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي او په دغه ولایت کې د پوهنې د لا پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.

د یو بل خبر له مخې:

د پوهنې وزارت سرپرست د خپل کاري سفر د آجنډا له مخې، د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ له یو شمېر مدارسو او دارلایتامونو څخه د لیدنې پر مهال یې له مسئولینو او مدرسینو سره په کتنه کې، د مدرسینو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او د يادو ستونزو د هواري په برخه کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

له بلې خوا د قره باغ ولسوالۍ د پوهنې چارواکو او د یادې ولسوالۍ د ښوونیزو مرکزونو مسئولینو د پوهنې وزارت د سرپرست له ورتګ څخه خوښي څرګنده کړه او د هېواد بچیانو د روزنې په برخه کې یې په اسلامي او ملي روحیه ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

پکتیا ولایت کې له یو ښوونځي سره د څه کم ۴۰ زره افغانیو مرسته وشوه

د قومي مشرانو له لوري د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالۍ اړوند د سري قلعه منځني ښوونځي سره د ۳۹ زره او ۲۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په جوزجان ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو د نویو ودانیو جوړولو او ترمیم چارې بشپړې شوې

په جوزجان ولایت کې د ۴ بابه ښوونځیو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو چارې، چې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ ترسره شوې وې، بشپړې او د پوهنې مسوولینو، ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۴۰
Background image

لوګر ولایت کې ۸ بابه ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت په ۸بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو بهیر پیل شو، کوم چې د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ د ۳۶ زره او ۸۰۰ ډالرو په لګښت پلی کېږي.
ټاکل شوې ده، چې دغه. . .

BACK TO NEWS