د پوهنې وزارت سرپرست په کونړ ولایت کې د یو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۴۶
rty
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا په داسې حال کې، چې د عامې روغتیا، مخابراتو وزیرانو، د کونړ والي، علماوو او د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسئولینو او د یاد ولایت د خلکو استازو حضور درلود، د کونړ ولایت په مرکز اړوند ساګي سیمه کې د یو باب لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده.
د پوهنې د مسئولینو په وینا، د دغه ښوونځي پر جوړېدو به شاخوا ۱۸ مېلیونه افغانۍ لګښت راشي، چې د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ له خوا ورکول کېږي.
د پوهنې وزارت سرپرست د يادې لېسې د بنسټ په مراسمو کې وويل: د دغه وزارت له مهمو پروګرامونو څخه يو هم د هېواد په لرو پرتو او محرومو سيمو کې د هېواد بچیانو لپاره د زده کړو د آسانتياوو برابرول دي.
د يادونې وړ ده، همدغه لېسه په دوو پوړونو کې جوړېږي، چې د اړينو ملحقاتو تر څنګ به ١٤ درسي خونې ولري.
د دغه ښوونځي په جوړېدو سره به ۴۰۰ تنو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS