د پوهنې وزارت لخوا په بامیان ولایت کې ۱۴۷ بابه لابراتوارونه فعال شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۱:۱۹
12

په ښوونځیو کې د ساینسي لابراتوارونو جوړول او فعالول د پوهنې وزارت د پالیسۍ د یوې برخې په توګه چې د عصري علومو د تدریسي کیفیت لاښه کولو په موخه یې لري، اوسمهال د بېلابېلو ولایتونو په تعلیمي ادارو کې پلي کېږي.
د همدغه اصل په پام کې نیولو سره پوهنیز نظام د تخلیقي فکر غوړولو او د پلټونکو او نوښتګرو اشخاصو د روزنې له لارې، د زده کونکو د خلاقیت په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبوي؛ له همدې امله، د پوهنې وزارت وکولی شول چې  په تېر ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې د بامیان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په ۱۴۷ بابه ښوونځیو کې لابراتوارونه فعال کړي.
د بامیان ولایت پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار په وینا؛ پورته ذکر شوي لابراتوارونه پخوا غیر فعال وو، خو د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست په همکارۍ او د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو په هڅو سره بېرته فعال او د یادو مرکزونو د زده کونکو لخوا د کارونې لپاره چمتو شول.
د پوهنې وزارت پلان لري، چې ډېر ژر د یاد ولایت د مرکز په اړوندو کې یو ښه مجهز لابراتوار جوړ کړي، تر څو د اړینو مضامینو په عملي درسونو کې وکارول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۶
Background image

د کندز له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د کندز ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو ۳۰۰ کڅوړې مرسته شوې ده.
تمه ده چې د یادو توکو په وېش سره به د دغه ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې په مرکز او ولایتونو کې د اړوندو فعالیتونو د تنظیم، څارنې او ارزونې په موخه بېلابېل اقدامات ترسره کړي دي.
د یاد ریاست څارنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

BACK TO NEWS