د پوهنې وزارت له لوري د هېواد د خپلواکۍ دویمه کلیزه ولمانځل شوه.

د پوهنې وزارت له لوري د هېواد د خپلواکۍ دویمه کلیزه نن سه شنبه د ١٤٠٢ لمريز کال د زمري میاشتې په ۲۴ مه نېټه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
یاد مراسم چې د اماني عالي لېسې د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو. د پوهنې وزارت محترم سرپرست، معینانو، د چارو ادارې لوی رئیس، د ياد وزارت ستر سلاکار، د ښوونځیو او مدارسو ځینو ښوونکو او زده کوونکو سر بېره ولسي مشرانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او په ایران کې د پوهنې وزارت آتشه مولوي احسان الله خطاب، ټولو راغلو مېلمنو ته د يادې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ ښه راغلاست وینا وکړه.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، د خبرو په ترڅ کې، ياده ورځ د اشغالګرو د ماتې او د ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول د افغان مجاهد ملت لپاره يوه تاريخي او د وياړونو ډکه ورځ وبلله .
نوموړي د پوهنې په برخه کې د تېرو دوو کلونو لاسته راوړنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل. د هېواد له ښوونکو او زده کوونکو یې وغوښتل چې، تر څو خپل مسئولیتونه درک او په راتلونکي کې د هېواد په بیا آبادولو او رغولو کې رغنده ونډه واخلي.
په دې غونډه کې د پوهنې وزارت د ستر سلاکار مولوي عزیز احمد ریان، له لوري د هېواد د خپلواکۍ د دویمې کلیزې په مناسبت د ا.ا.ا اعلامیه ولوستل شوه، چې پکې د افغاستان.ا.ا د مشرتابه له لوري د يادې پرتمینې ورځې په مناسبت د هېواد ټول مجاهد ملت ته مبارکي تر څنګ یو ځل بیا ژمنه کړې، ترڅو چې ژوند او امکان وي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به د خپل ملت خدمت کوي، د هېواد د ابادۍ او سمسورتیا لپاره به کار کوي او بیا به نه پرېږدي چې کوم متجاوز د هېواد آزادۍ او خپلواکي ته ګواښ متوجه کړي.
وروسته د چارو د ادارې لوی رئیس محترم شیخ مولوي نورالحق انور، د هېواد د آزادۍ د دویمې کلیزې په مناسبت د آزادۍ په اهمیت او ا.ا.ا ژمنتیا او اوسنیو هر اړخيزو پرمختګونو باندې خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، په خپلو خبرو کې آزادي د الله تعالی یو له لویو نعمتونو څخه یاده او دا يې د اشغالګرو په وړاندې د افغان مېړني ولس د بې ساري قربانیو پايله وبلله.
وروسته د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل، له ټولو افغانانو څخه وغوښتل، چې د يادې ورځې د شکرانې لپاره دې په ور سپارل شویو دندو او مسئولیتونو کې جدي هلې ځلې وکړي.
د غونډې په لړ کې د ښوونځیو او مدارسو یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو له لوري د آزادۍ په ویاړ شعرونه، ترانې او مقالې هم ولوستل شوې.
غونډه د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین، الحاج مولوي سخاء الله سعید له لوري، د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسېده.