د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس لغمان ولایت ته رسمي سفر وکړ
د پوهنې وزارت د مالی او حسابداري رئیس محترم مولوي صدرالدین سعد په مشرۍ د یاد ریاست تخنیکي ټیم، لغمان ته رسمي سفر وکړ او د یاد ولایت د پوهنې مالي او تدارکاتي بهیر یې واروزاوه.
همدارنګه یاد پلاوي د ۱۴۰۴ مالي کال بنسټیزې برخې چې پکې، د بوديجې د مصرف او تنظیم حالت، د پلان شويو تدارکاتي پروژو پرمختګ، د معاشاتو د ورکړې بهیر، له فتحې وروسته د ۳۱ میاشتو تقاعد تطبیق، د لیلیې لرونکو مدارسو د بدل اعاشې وضعیت او یو شمېر نورې برخې شاملې وې، په بشپړه توګه وڅېړلې.
په پای کې، د پلاوي موندنې او عملي حل لارې د پورته ذکر شوي ولایت له پوهنې مسئولینو سره شریکې شوې، چې د چارو لا ښې همغږۍ او شفاف تطبیق لپاره اغېزمنې وبلل شوې.
