د پکتیکا ولایت په اړوندو کې د یو باب ښوونځي جوړولو لپاره   ۸ جرېبه ځمکه وقف شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۳۴
ظسزط

د پکتیکا ولایت شخیل‌آباد ولسوالۍ اړوند حکم کلي اوسېدونکو د حضرت بلال (رضی الله عنه) مرکزي لېسې جوړولو لپاره ۸ جرېبه ځمکه وقف او مرسته کړې ده.
د یادې ولسوالۍ پوهنې آمر په دې اړه وویل: په دې ولسوالۍ کې یوازې همدا یوه لېسه موجوده ده، چې د شخیل‌آباد ولسوالۍ د زده‌کوونکو ترڅنګ د ګاونډیو ولسوالیو لکه جاني‌خېل، بکخېل، خوشامند او وازه‌خواه زده‌کوونکي هم پکې پر زده‌کړو بوخت دي.
نوموړي زیاته کړه چې د انګړ او درسي خونو د نشتوالي له امله زده‌کوونکي له ستونزو سره مخ دي; خو د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د زده‌کوونکو دغه ستونزه تر ډېره بریده حل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د ښوونځیو مسئولینو ته درې ورځنی سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو ته د «اغېزمنې زده کړې او ښوونې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یادې ولسوالۍ پوهنې مسئولین وایي، دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت په ښوونځیو کې مستحقو کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یوې خیریه ادارې په سرپل ولایت کې د ښوونځیو ۴۰۰ تنو مستحقو کارکوونکو، ښوونکو او خدمتي کارکوونکو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۰
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین علمي اثر چاپ او خپور شو

د سترې محکمې د پخواني مرستیال او د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې اوسني معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني لخوا «د کورني نظام لارښود او د مېړه او مېرمنې د بېلتون احکام» تر سرلیک لاندې علمي. . .

BACK TO NEWS