د پکتیکا ولایت په یوه ښوونځي کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه
د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند زواکي لېسې په انګړ کې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۳۰۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت د یو محراب جومات جوړولو چارې رسماً پیل او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد، د دغه اقدام هرکلی وکړ او ویې ویل چې د جومات جوړول نه یوازې زدهکوونکو ته د عبادت زمینه برابروي، بلکې د ښوونځي چاپېریال ته معنوي ښکلا هم وربښي.
