د څلورو ښوونځیو ودانیزې چارې پیل شوې
د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا مرکز ګردیز اړوند ابراهیم خیلو، داودي، خطابې او سرکاري کلا کې د څلورو ښوونځیو ودانیزې چارې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په لاس پیل شوې.
پکتیا والي د دغو ښوونځیو د کارونو د پیل پر مهال وویل چې سږ کال د دې ولایت تقریباً ۹۸ سلنه ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي چې د ځینو چارې یې د کلیو پراختیا وزارت او ځینو نورو یې بیا د ښارجوړونې وزارت لخوا پر مخ وړل کیږي.
د ښارجوړونې او ځمکو رئیس محمد رحیم افغان په وینا د مرکز ګردېز اړوند ابراهیم خېلو د نجونو ښوونځي او د داودي لومړني ښوونځي، په خطابه کې د کوچیانو منځني ښوونځي او د سرکاري کلا منځني ښوونځي په جوړېدو به له ملي پرمختیایي بودیجې څخه (90.67) ملیونه افغانۍ لګښت راشي چې چارې به یې د ښارجوړونې وزارت لخوا پر مخ ولاړې شي.
نوموړي وویل چې دغه ښوونځي په پاخه ډول جوړیږي چې هر یو به یې پر منظمو ټولګیو سربېره، کمپیوټر لېب، کتابتون، اداري خونې، د ساتونکو خونه، پیاده روونه، د برېښنا او اوبو سیستمونه او احاطوي دېوال ولري او ودانیزې چارې به یې له دولسو څخه تر اتلس میاشتو پورې موده کې بشپړې شي.
د پوهنې رئیس کوچي ځاځي د ولایتي ادارې له مشرتابه د پکتیا د هغو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو په پار مننه وکړه چې زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. نوموړي وویل چې د تدریسي بهیر د کیفیت د ښه والي لپاره به دغه ریاست ځانګړې پاملرنه وکړي.
