د څو ولایتونو له پوهنې کړنو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۱۶
65465

ــ فاریاب
د پوهنې وزارت تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت پوهنې مسئولینو سره د لیدنې په ترڅ کې د یو لړ موضوعاتو په هکله لکه: د برېښنایي وسایلو د ثبت څارنه، د ګدامونو او ډیپوګانو مدیریت، د حوالو ترتیب د سیسټم له لارې، د کارکوونکو لارښوونه د هغوی په دندو کې، د وسایلو ثبت او سندونو په تړاو خبرې وکړې.

ــ پنجشېر
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت لخوا پنجشېر ولایت ته استول شوي نظارتي ټیم د ولایت مرکزي شعبو سربېره د حصه اول، پریان او دره ولسوالیو پوهنې آمریتونو په اړه د ۲۰ ورځنۍ څېړنې پایلې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طالب ثاقب او د پروګرامونو له مسئولینو سره شریکې کړې.

ــ بادغیس
د بادغیس ولایت پوهنې رئیس، محترم الحاج مولوي محب الله احسان لخوا «مؤثره زده‌کړه او تدریس ته وده ورکول» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار د مرکز اړوند د ښوونکو مسلکي پراختیا د ۴۴ تنو علمي غړو او د ولایت ۱۰ اداري واحدونو د غړو لپاره پرانیستل شو.

ــ تخار
د تخار ولایت په مرکز کې د ښوونځیو ترمنځ د فوټبال خزاني ټورنمنټ چې څو ورځې مخکې د ۱۱ سپورټي لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، د آهندر لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېد.
 د سرای سنگ او الفاروق ښوونځیو لوبډلو په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل، چې په پای کې غوره لوبډلې د مسئولینو لخوا د ډالیو په وېشلو سره وهڅول شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د نیمروز ولایت له پوهنې چارواکو سره وکتل

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په رسمي سفر نیمروز ولایت ته لاړ او د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل‌احمد حقاني او چارواکو سره یې وکتل.
. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د غور ولایت الفاروق ولسوالۍ پوهنې آمریت نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت الفاروق ولسوالۍ پوهنې آمریت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې رئیس، چارواکو، مسئولینو او د خلکو استازو په حضور کې د سیمه ییزو خلکو په مالي ملاتړ د ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت کېښودل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۲۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې ۱۵۰ تنه ماشومان له ښوونیزو خدماتو څخه برخمن شول

د باب العلوم فاروقیه کلیوالي مدرسه چې د پکتیکا ولایت جاني‌خېل ولسوالۍ اړوند په بابوخېل کلي کې موقعیت لري، اوس تازه د پوهنې مسئولینو لخوا د استفادې لپاره پرانیستل شوه.
د یادې مدرسې. . .

BACK TO NEWS