د ډاډګيرنۍ پيغام
په ډيرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د تعليمي نصاب او د ښوونکو د روزنې پخواني معين او د پوهنې وزارت پخواني مشاور پروفيسور اسدالله محقق جهاني، د ورپيښې ناروغۍ له امله روح حق ته وسپاره.
(انا الله و انا اليه راجعون)
ډاکټر اسدالله محقق جهاني د هيواد پياوړى علمي کادر وه، چې د پوهنې وزارت د درسي کتابونو په علمي بډاينه کې يې خورا ډيرې هلې ځلې کړې وې
مرحوم محقق جهاني د خپل ژوند ډير کلونه د علم په ډګر کې تير کړل او تر دې دمه يې ډير علمي آثار له ځانه په ميراث پريښودل.
د پوهنې وزارت مشرتابه د نوموړي مړينه د هيواد علمي ټولنې ته يوه ستره ضايعه ګڼي، چې دا تشه به کله هم ډکه نه شي، کورنۍ او خپلوانو ته يې د دې ستر غم د زغملو ځواک او نوموړي ته د خداى پاک له درباره فردوس جنت غواړي.