د ښوونیز نصاب او ښوونکي روزنې په برخو باندې د GPE ۲۵ میلیونه ډالرو اضافي بودجې د مصرف په اړه تخنیکي ناسته تر سره شوه
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت او د ښوونې او روزنې نړیوالو ملاتړ کوونکو او دونرانو د ښوونیز نصاب او ښوونکي روزنې په برخو کې د GPE ۲۵ میلیون ډالرو اضافي بودجې مصرف په اړه تخنیکي ناسته تر سره کړه.
په دې غونډه کې پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي وویل چې په ښوونیز نصاب او ښوونکي روزنې مو د دې بودجې مصرف څخه زمونږ د ټينګار لامل دا دۍ چې په دې دو برخو کار به په افغانستان کې د زده کړو کیفیت او د ښوونیزو خدمتونو ښه والي سبب وګرځي.
په دې غونډه کې د پوهنې وزارت مشرتابه او د ښوونې او روزنې نړیوالو همکارانو د یادې بودجې مصرف څرنګوالي په اړه خپل تخنیکې نظرونه له یو بل سره شریک کړل.
د دواړو لورو هوکړې پر اساس، د یادې بودجې مصرف کولو څرنګوالي د غوره نتیجې اخیستنې او پلي کولو لپاره باید ګډې تخنیکي ناستې تر سره شي.
