د ښوونیز نصاب ریاست د ۶ تخنیکي او تخصصي بستونو اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
Publish Date
Closing Date
Location
Kabul Afghanistan
د ښوونیز نصاب ریاست د ۶ تخنیکي او تخصصي بستونو اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
د پوهنې وزارت د ښوونځیو د ثانوي دورې ښوونیز نصاب د کتابونو د تألیف او د ښوونکو د لارښودونو چمتو کولو لپاره د تخنیکي او تخصصي کادرونو اړوند ۶ بستونه د ۷ کاري ورځو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې اعلانوي.
هغه نوماندان چې لازم شرایط او تخصص ولري، کولای شي، یادو بستونه ته نوملیکنه وکړي.
دغه راز د بستونو لېست، د دندو لایحه او د غوښتنلیک فورمه د پوهنې وزارت په وېبسایټ او اړوندو ټلګرام چینلونو کې خپره شوې ده.
غوښتونکي دې د غوښتنلیک فورمه، تحصیلي اسناد، کاري تجربې او د تابعیت پېژندپاڼې (تذکرې) کاپي د PDF بڼې په توګه د NTArecruitment.MOE@gmail.com برېښنالیک له لارې واستوي.
همدارنګه، نوماندان کولای شي د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ/سرطان میاشتې له ۲۵مې نېټې څخه د زمري/ اسد تر ۲مې نېټې پورې د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست، پنځم پوړ، د پروژوي کارکوونکو آمریت (کارته ۴، کابل) ته په حضوري ډول مراجعه وکړي.
یادونه: له ټاکل شوې مودې وروسته رسېدلي غوښتنلیکونه نه منل کېږي.
د پوهنې وزارت
|
د دندو لایحه |
د اعلان پاي نيټه |
د اعلان نیټه |
د بست تعداد |
د بست عنوان |
شمېره |
|
۳۱/۰۴/۱۴۰۵ |
۲۴/۰۴/۱۴۰۵ |
۲ |
د فزيک ارشد متخصص |
۱ |
|
|
۳۱/۰۴/۱۴۰۵ |
۲۴/۰۴/۱۴۰۵ |
۱ |
د تاریخ ارشد متخصص |
۲ |
|
|
۳۱/۰۴/۱۴۰۵ |
۲۴/۰۴/۱۴۰۵ |
۲ |
د جغرافيې ارشد متخصص |
۳ |
|
|
۳۱/۰۴/۱۴۰۵ |
۲۴/۰۴/۱۴۰۵ |
۱ |
د انګليسي ژبې ارشد متخصص |
۴ |
|
|
|
|
|
۶ |
ټولټال بستونه |
|