د کابل ولایت په یو باب ښوونځي او دیني مدرسه کې څو پروژې پرانیستل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۴:۶
rty

د پوهنې وزارت له لوري د یو مرسته کوونکي بنسټ په ملاتړ، د کابل ولایت ګلدرې ولسوالۍ اړوند په حدیقه القرآن دیني مدرسه او د ده سبز ولسوالۍ په ده یحی لېسه کې د حفظ الصحوي تاسیساتو رغولولو، د اوبو د دوو څاګانو او د لمریزې برېښنا د سیسټم نصبولو په ګډون ګڼې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د يادو پروژو ټوليیز لګښت څه باندې دوه ميليونه ٤٩٩ زره ٦٢٨ افغانۍ کېږي.

د دغو ښوونیزو بنسټونو استادانو او زده کوونکو د یادو پروژو په پرانیسته خوښي څرګنده کړه.

د پوهنې وزارت مشرتابه د مرسته کوونکو بنسټونو او علم پروره خلکو له همکارۍ مننه او هرکلی کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

پکتیا ولایت کې له یو ښوونځي سره د څه کم ۴۰ زره افغانیو مرسته وشوه

د قومي مشرانو له لوري د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالۍ اړوند د سري قلعه منځني ښوونځي سره د ۳۹ زره او ۲۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په جوزجان ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو د نویو ودانیو جوړولو او ترمیم چارې بشپړې شوې

په جوزجان ولایت کې د ۴ بابه ښوونځیو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو چارې، چې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ ترسره شوې وې، بشپړې او د پوهنې مسوولینو، ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۴۰
Background image

لوګر ولایت کې ۸ بابه ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت په ۸بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو بهیر پیل شو، کوم چې د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ د ۳۶ زره او ۸۰۰ ډالرو په لګښت پلی کېږي.
ټاکل شوې ده، چې دغه. . .

BACK TO NEWS