د کابل ښار څو بابه ښوونځیو لپاره کمپیوټرونه او تدریسي وسایل وپېرل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۱:۵۹
14

د کابل ښار پوهنې ریاست، د اوومې تعلیمي ناحیې د سیمه ییزو تعلیمي شوراګانو په همکارۍ، د یو شمېر ښوونځیو لپاره د ۱۰۴ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت کتابونه او څو پایې کمپیوټرونه وپېرل.

د یاد اقدام بنسټیزه موخه د زده کړې کیفیت لوړول، د ښوونځیو لپاره آسانتیاوې برابرول او د زده‌کوونکو لپاره د معیاري تعلیمي چاپېریال رامنځته کول دي.

پوهنې وزارت، د پوهنې مینه والو له دغه ارزښتناک ګام هرکلی کوي او د پوهنیز نظام لاپیاوړتیا په برخه کې د خلکو د شوراګانو څخه مننه او قدرداني کوي.

#له پوهنې ملاتړ زموږ ټولو ګډ مسئولیت دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د خدماتو ریاست اړوند د ولسوالیو پوهنې آمرینو لپاره د ۲۳۰ عرادې موټرسایکلونو چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو فوټسال سیالۍ د اماني لیسې په سپورټي جمنازیوم کې پیل شوې

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې آمریت له پلان سره سم، د کابل ښار د ۲۸ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د اماني لېسې په سپورټي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحق حقاني د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق له خوا د یاد وزارت د مرکزي څانګو یو شمېر رئیسانو او. . .

BACK TO NEWS