د کابل ښار یو شمېر ښوونځیو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول
د یو همکار بنسټ له لوري، د زدهکوونکو او ښوونکو لپاره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو کڅوړې د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې، څلورمې او دیارلسمې ښوونيزو ناحيو یو شمېر ښوونځیو ته ووېشل شوې.
په يادو مرستو کې د زدهکوونکو لپاره ۱۶۲۷ کڅوړې قرطاسیه، د ښوونکو لپاره ۵۸۴ کڅوړې درسي توکي او د ښوونځیو لپاره شاوخوا ۳۱ کڅوړې اداري پاڼې او فورمې شاملې دي.
