د کندهار ولایت د پوهنې رياست اړوند سکتورې غونډه جوړه شوه. 

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۸ - ۱۳:۱۸
اجلاس بخش سکتوری معارف ولایت کندهار دایر شد

د پوهنې رياست اړوند سکتورې غونډه چې د ياد رياست او د يو شمير ملکي ادارو، همکارو موسساتو او انجوګانو ترمنځ هره مياشت د پوهنې د رئيس تر مشرتوب لاندي جوړيږي يو ځل بيا ياده غونډه د ياد رياست په مقام کي د پوهنې د رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي په مشرۍ جوړه شوه. 
 په نوموړې غونډه کې د اقتصاد ریاست استازی , د ملي راډیو تلویزیون آمر , د کندهار پوهنتون استازی انجنیر محمد ناصر نیکزاد , د ښوونکو د روزنې د عالي مۇسسې ریس مصطفي سعید تر څنګ د پوهني ریاست اړوند مۇسساتو Unisef,CoAR, N R C,  Acbar, hrdaږ,  OHW, KRO  , Save the children ,ACDO  ) استازو پکښي ګډون کړی و .
 په پیل کي د عمومي زده کړو آمر مفتي قدرت الله الوصال ګډون والو ته د پوهنې د نوي  رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي معرفت وکړ او هیله یې څرګنده کړل ترڅو د راتلونکي په څیر خپلو کړنو ته ادامه ورکړي.
ورپسې ښاغلي نقشبندي  د همکارو مۇسساتو څخه مننه وکړل چي وخت پر وخت یې د پوهني ریاست سره همکاري کړې او لا هم دوام ورکوې نوموړي یادو موسساتو ته هغه اړتیاوي چي يه اوسني وخت زده کوونکي ورته سخته اړتیا لري په ګوته او د همکارۍ غوښتنه وکړل چي د ګډون کوونکو مؤسساتو لخوا د پوهني رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي ته د هر راز همکاری ډاډ ورکړل شوو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲۳
Background image

د کابل ولایت پوهنې ریاست، له ۳۲ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د کابل ولایت پوهنې ریاست د هېواد اولادونو ته د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۳۲ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې. . .

BACK TO NEWS