د کونړ په ښوونځیو کې د ۷۰ مسلکي ښوونکو د ګومارنې پروسه پیل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۱۴:۹
د کنړ په ښوونځیو کې د ۷۰ تنو مسلکي ښوونکو د ګمارنې پروسه پیل شوه

د پوهنې وزارت، کونړ: د کونړ ولایت د نجونو او هلکانو په یو شمېر ښوونځیو کې د ۷۰ نارینه او ښځینه مسلکي ښوونکو د ګومارنې پروسه پیل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د یاد ولایت دپوهنې په ریاست کې جوړه شوي وه، د پوهنې رییس مجیب الرحمن همدرد سربېره، د پوهنې ریاست مسؤلینو او یو شمېر ښوونکو ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د پوهنې رییس ټولو هغه ښوونکو ته چې په یاده پروسه کې بریالي شوي، مبارکي وویله او زیاته یې کړه : د ښوونکو مسلک ډېر پاک او سپېڅلی دی، تاسې کوښښ وکړﺉ، چې دغه دنده په ډېر اخلاص او صداقت مخې ته یوسئ.

د یادونې وړ ده چې نوموړي ښوونکي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له لوري د کانکور آزموینې له لاري د ښوونکو خالي بستونو ته نوي بریالي شوي، چې د کونړ د مرکز او اړونډه ولسوالیو په ښوونځيو کې به وګومارل شي.

د نوموړو ښوونکو په ګومارنې سره به په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه تر یوه حده هواره شي او هم به د مسلکي ښوونکو په شمېر کې ډېروالی راشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS