غزني ولایت کې د ۱.۷ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوباب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۵
14

د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ اړوند د شهید بلخي لېسې بیارغونې پروژه، چې څه موده وړاندې د خلکو په مرسته د ۱.۷ مېلیونه افغانیو لګښت سره پیل شوې وه، اوس بشپړه او د یادې ولسوالۍ د پوهنې چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

یاده پروژه چې د څښاک پاکو اوبو لپاره د ژورې څاه کیندل، د ودانۍ ترمیم، د زده‌کوونکو د مېزونو- څوکیو پېرل، د زرغون چاپېریال رامنځته کول او د نورو تعلیمي اړتیاوو پوره کول پکې شامل دي؛ په ترڅ کې یې ماشومانو ته خوندي تعلیمي چاپېریال چمتو شو.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز سیسټم لپاره د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړه او د ښوونځیو له چارواکو، ښوونکو او زده‌کوونکو یې وغوښتل چې د پوهنې وزارت لخوا له برابرو شویو آسانتیاوو څخه سالمه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS