غزني کې د یو منځني ښوونځي د جوړېډو چارې پیل شوې
د غزني ولايت د خواجه عمری ولسوالۍ د سیدزین العابدین منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه. په دغو مراسمو کې د غزنی د پوهنې ریاست مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړي وو.
د غزنی د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یادي ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ولسي تړون د برنامي له لوري د ځه دپاسه څلور میلیونو افغانيو په ارزښت جوړیږي، چي شپز درسي ټولګي، یوه اداری خونه، احاطوي دېوال، عصري تشنابونه، د اوبو رسونې سیستم او نورې اړوندې اسانتیاوې به ولري.
د یادولو وړ ده، چې د ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې سلګونو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.
