فاریاب ولایت کې د څه کم ۱۶ مېلیونه افغانيو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ورغول شوه 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۴
6846

د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ اړوند د «ګپي میرشکار» لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د ۱۵.۹۵ مېلیونه افغانيو په لګښت د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ جوړه او د پوهنې مسئولینو په حضور کې رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ په ۵۰۰۰ متره مربع ځمکه کې چې د سیمې خلکو معارف لپاره ډالۍ کړې ده، جوړه شوې او ۸ درسي ټولګي، اداري خونه، ازمویښتون، بشپړ د برېښنا او اوبو رسولو سیسټم، احاطوي دېوال، لوبغالی او نور اړین ملحقات لري.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، د دې نوې ودانۍ په جوړېدو سره نږدې ۳۰۰ تنو زده‌کوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS