له ولايتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه 

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۹:۲۶
123

پکتیا

د پکتيا ولايت پوهنې رياست له لوري له ۲۳۰ نوماندانو څخه رقابتي آزموينه واخيستل شوه.
هغه کسان چې معياري نمرې ترلاسه کړي، د مرکز او ولسواليو په ديني مدارسو کې به د استادانو په توګه وګمارل شي.

کابل

د يو خيريه بنسټ له لوري د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ په ۳۸ ښوونځیو کې، له ۱۵۰۰ یتیمو او بې وزلو زده کوونکو سره د ۱۹ قلمه ښوونيزو توکو مرسته وشوه.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني، په جلال اباد ښار کې د ام العلوم او جامعه المحمدیه شیخ رحيم الله په دیني مدارسو کې د څلور نیم میاشتنیو آزموینو څخه د څارنې پرمهال، نوموړي د آزموينې د پروسې پر روڼتيا هم ټينګار وکړ.

له ياد ولایت څخه د يو بل خبر له مخې:

د ننګرهار پوهنې رئیس د ياد ولايت  مرکز اړوند د میا عمر لېسې د اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه، نوموړي د زده کوونکو ښوونيزه کچه وڅېړله او د درسي موادو په وېشلو سره یې هغوی زده کړو ته وهڅول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS