له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۱۲:۱۳
بازتاب وقایع خبری ریاست های   معارف ولایات

پنجشیر

د پنجشېر ولايت د پوهنې رئيس مولانا غلام ایشان حماس وايي: د بريښنا د تارونو د نښلېدو او د بریښنا د شارټي له امله د پوهنې رياست د مخابرې (سرور) اطاق او سیستم او همدارنګه د تکنالوژۍ مديريت وسايل سوځیدلي او بیخي له منځه تللي دي. د دې ریاست مېلمستون او يو شمېر نور دفترونه په سطحي ټوګه زیانمن شوي دي.
د پنجشير پوهنې رئيس د دغه رياست له مسوولينو او کارکوونکو سره بيړنۍ غونډه وکړه او له هغوى څخه يې وغوښتل چې دځانګړو تدابيرو په پام کې نيولو سره د دفترونو د تجهيزاتو او دولتي وسایلو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي .
نوموړي د کاري شرایطو د عادي کېدو ډاډ ورکړ او د کاري نظم او ډسپلین پر ټینګښت یې ټینګار وکړ.
د نوموړي په وینا؛ دغې اور لګېدنې دې ادارې ته څه باندې درې نیم میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.

کندهار

د کندهار پوهنې رياست وايي: په دې وروستيو کې د دغه ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې پنځه بابه ښوونځي چې د ځینو ستونزو له امله تړل شوي وو، بېرته پیل او د زده کوونکو پرمخ يې دروازې پرانيستل شوې.
چې په دې کې د ویان، حسن زی، شین غړی، کندلان او کجور لومړني ښوونځي شامل دي، چې د یادو ښوونځیو په فعاله کولو سره سلګونو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
 د شاوليکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي خوښي څرګندوي او وايي، چې د دغه ولايت د پوهنې رياست له پروګرامونو څخه ملاتړ کوي او خپل ماشومان به ښوونځيو ته واستوي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کندهار پوهنې رياست په دې ولايت کې يو شمېر غير فعال ښوونځي فعال کړي، چې تراوسه پورې د ښوونيزو خدمتونو وړاندې کولو ته هر ډول امکانات لري.

د یو بل خبر له مخې

د کندهار ولایت په مرکزي دارالمعلمین کې د نویو محصلینو د جذب او د نوم لیکنې د بهیر د پیل په مناسبت د همدې څانګې د مشرتابه په ګډون مراسم ترسره شول.
د کندهار پوهنې رئيس مولوي فخرالدين نقشبندي د ياد شوي ولايت د ښوونکو د روزنې د مسوولينو له هڅو څخه د مننې په ترڅ کې زياته کړه: په پام کې ده چې په نوي ښوونیز کال کې د پوهنې رياست د کارکوونکو په جذبولو سره به د ښوونکو د روزنې د زده کوونکو شمېر زيات شي.

همدارنګه

د پنجوايي ولسوالۍ د تعلیمي څارنې غړو د دې ولسوالۍ د شمس الدين کاکړ لېسې له ښوونيز او تدريسي بهير څخه د څارنې ترڅنګ د يادې لېسې له ښوونکو او زده کوونکو سره هم وکتل او د هغوى ټولې ستونزې يې واورېدې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS